د پاکستان نړیوال هوايي شرکت، پي‌اې‌اې، او د افغانستان کام اېر د ګډ سفر تړون کړی چې له مخې یې مسافر کولای شي له کابله د اسلام‌اباد له لارې د سعودي عرب دمام ښار ته په یوه ټکټ سفر وکړي.

 

د تړون په لومړي پړاو کي د کابل–اسلام‌اباد–دمام لاره فعاله شوې ده. کام اېر به مسافر له کابله اسلام‌اباد ته وړي او له هغه ځایه به هغوی د پي‌اې‌اې په الوتکه کي دمام ته سفر کوي.

 

د پي‌اې‌اې په وینا، مسافر به د سفر لپاره جلا جلا ټکټونو ته اړتیا نه لري او د ټول سفر ټکټ به په یو وار اخیستل کېږي.

 

د مسافرو سامان به هم په اسلام‌اباد کي له یوې الوتکې بلې ته انتقالېږي او هغوی به یې بیا سپارلو ته اړتیا نه لري.

 

پي‌اې‌اې وايي، هغه مسافر چې په اسلام‌اباد کي نښلوونکې الوتنه لري، د هوايي ډګر په ټرانزیټ برخه کي پاتې کېږي او د پاکستان د کډوالۍ له عادي مرحلې تېرېدو ته اړتیا نه لري.

 

دواړه هوايي شرکتونه وايي، دا تړون به د افغانستان او پاکستان له لارې سعودي عرب ته د مسافرو سفر اسانه کړي.