د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان په دیر بالا کې د “نظام بدل کړئ” تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ښه حکومتولۍ نعرې یوازې تر خبرو محدودې پاتې دي او عام ولس له روغتیا، تعلیم او بنسټیزو حقونو بې برخې دی.
هغه د هېواد د اقتصادي حالت په اړه وویل چې د پورونو کچه له ۵۵ زره اربو څخه تر ۸۵ زره اربو ته لوړه شوې ده او غوښتنه یې وکړه چې د تیلو بیه دې سمدستي ۲۵۰ روپۍ فی لیټر وټاکل شي. هغه له تحریک انصاف کارکوونکو نه وغوښتل چې د هغه په وینا د “ناانصافۍ نظام” د ختمولو لپاره له دوي سره یو ځای شي.
د یادونې وړ ده، چې جماعت اسلامي له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ کلونو پورې په خیبر پښتونخوا کې د متحده مجلس عمل د حکومت مهمه برخه پاتې شوې ده. په هغه وخت کې د اکرم خان دراني په مشرۍ، حکومت کې د جماعت اسلامي پخواني مشر او په اسمبلۍ کې د ړیر استازي سراج الحق د صوبایي کابینې د مالیې وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
که څه هم د هغه دور په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي، خو د شنونکو په وینا د خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول د دیر په څېر سیمو کې د بنسټیزو پرمختیایي پروژو د کچې او اغېز په اړه لا هم بحثونه روان دي.

شېخ ابو سعید