حماس د سپټمبر پر ۱۳مه د بریکس ډلې د اتلسمې سرمشریزې د “نوي ډیلي اعلامیې” هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د فلسطینیانو د حقونو په اړه د بریکس دریځونه باید په عملي ګامونو بدل شي.

 

حماس په یوه بیان کي ویلي، د بریکس د هغې پرېکړې ستاینه کوي چې د فلسطین د خلکو د ځان‌ټاکنې او ستنېدو حق تاییدوي او د ۱۹۶۷ کال پر پولو د یوه خپلواک او واکمن فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ کوي چې ختیځ بیت‌المقدس یې پلازمېنه وي.

 

د بریکس مشرانو د سپټمبر پر ۱۲مه په نوي ډیلي کي په ګډه اعلامیه کي په ملګرو ملتونو کي د فلسطین د بشپړ غړیتوب ملاتړ هم کړی او ویلي یې دي چې د اسراییل او فلسطین د شخړې تلپاتې حل باید د دوو دولتونو پر بنسټ وي.

 

اعلامیې د فلسطینیانو هر ډول جبري بې‌ځایه کول، که لنډمهاله وي او که دایمي، رد کړي او د غزې د جغرافیایي یا نفوس په جوړښت کي یې د بدلون مخالفت کړی دی. بریکس همداراز په غزه کي د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، د لوږې د جګړه‌ییزې وسیلې په توګه کارول، پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه او د بشري مرستو مخنیوی یې غندلی دی.

 

بریکس د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې «انروا» پر ملاتړ هم ټینګار کړی او هغه یو اړخیز اقدامات یې رد کړي چې د بیت‌المقدس د حقوقي او تاریخي حیثیت د بدلولو هڅه کوي.

 

حماس په خپل بیان کي د بریکس له غړو هېوادونو غوښتي چې دغه دریځونه په عملي اقداماتو بدل کړي او د فلسطینیانو د آزادۍ، ځان‌ټاکنې او خپلواک دولت د جوړولو د حق ملاتړ وکړي.

 

د بریکس اتلسمه سرمشریزه د سپټمبر پر ۱۲مه او ۱۳مه په نوي ډیلي کي د هند په کوربه‌توب جوړه شوه او غړو هېوادونو «د نوي ډیلي اعلامیه» په ګډه ومنله