د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، د بلوچستان په مستونګ ضلعه کي امنیتي ځواکونو د کوادکوپټر په وسیله یو موټر په نښه کړی چې پکي د نقیب په نوم د یوه وسله وال قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

 

د جیو نیوز د راپور له مخې، امنیتي سرچینو ویلي چې په نښه شوی موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

 

سرچینې وايي، په سیمه کي د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي، خو د عملیاتو د کره ځای او د وژل شویو دوو نورو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

تر دې دمه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې، ای اېس پي آر، د دې پېښې په اړه جلا رسمي بیان نه دی خپور کړی.

 

د نقیب د تنظیمي تړاو او د امنیتي سرچینو له خوا د ورکړل شویو نورو معلوماتو خپلواکه تایید هم نه دی شوی.