د کوز جنوبي وزیرستان د واڼه تحصیل په کاریزي پال سیمه کي د شنبې په شپه شاوخوا اته بجې د نامعلومو وسله والو ترمنځ په نښته کي دوه کسان وژل شوي او د یو شمېر نورو د ژوبلېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

 

د ځایي سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کي یو سهیل د شاهین زوی، د مغل خېل اوسېدونکی، پېژندل شوی دی. د دویم وژل شوي کس نوم تر اوسه نه دی څرګند شوی.

 

پولیس سرچینې وايي، د سهیل د جنازې لمونځ د سپټمبر پر ۱۴مه ماسپښین درې بجې د مغل خېل په پلرني هدیره کي کېږي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې نښته د کومو وسله والو ترمنځ شوې او لامل یې څه و. د ژوبلو کسانو کره شمېر هم نه دی تایید شوی.