د لبنان د کورنیو چارو وزیر احمد الحجار پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر اسلاماباد ته رسېدلی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، الحجار به د سفر پر مهال له پاکستاني مشرانو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، دوه اړخیزې همکارۍ او د ګډ کار د پراخولو پر لارو خبرې وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري په اسلاماباد نړیوال هوايي ډګر کي د لبنان د کورنیو چارو د وزیر هرکلی کړی دی.
الحجار د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د لبنان د کورنیو چارو د وزیر سفر په داسې وخت کي کېږي چې لبنان د اسراییلو له پرلهپسې هوايي بریدونو او پوځي عملیاتو سره مخ دی او په سیمه کي پراخ تاوتریخوالی روان دی.
پاکستان په وروستیو ورځو کي د سیمهییز تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې زیاتې کړې دي. اسلاماباد وايي، له لبنان سره یې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې روانې دي او د دغه هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.


شال نیوز