کارډیف : د سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ مشران به نن، د سپمبر پر ۱۴مه، د وېلز په پلازمېنه کارډیف کې غونډه وکړي او تمه ده چې د خپلو خلکو د سیاسي راتلونکي د ټاکلو د حق په اړه ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړي.
په غونډه کې د سکاټلنډ لومړی وزیر جان سویني، د وېلز لومړی وزیر رهن اپ ایورث او د شمالي ایرلنډ لومړۍ وزیره میشل اونیل ګډون کوي. تمه ده درې واړه مشران پر دې ټینګار وکړي چې د سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ خلک باید د خپل سیاسي راتلونکي د ټاکلو حق ولري.
په سکاټلنډ کې دا بحث له بریتانیا څخه د خپلواکۍ لپاره د بلې ټولپوښتنې په اړه دی. سکاټلنډ په ۲۰۱۴م کال کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه کړې وه، خو اکثریت خلکو په بریتانیا کې د پاتې کېدو ملاتړ وکړ.
په شمالي ایرلنډ کې بیا بحث له بریتانیا څخه د جلا کېدو او له ایرلنډ جمهوریت سره د یوځای کېدو په اړه دی. د دې لپاره د ۱۹۹۸م کال د جمعې ورځې د سولې تړون له مخې ځانګړی قانوني بهیر شته.
په وېلز کې هم د خپلواکۍ بحث روان دی او پلېډ سیمرو د دې ملاتړ کوي چې د وېلز خلک د خپل سیاسي راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.
د کارډیف په غونډه کې به د درېیو سیمو د جلا کېدو پرېکړه نه کېږي او نه به د ټولپوښتنې کومه نېټه ټاکل کېږي. د غونډې مهمه موضوع به دا وي چې درې واړه مشران د خپلو خلکو د سیاسي راتلونکي د ټاکلو پر حق ګډ دریځ څرګند کړي.


شال نیوز