په سوات کې د څه مودي راهیسي د (ارواښاد) حاجي فضل خالق او (ارواښاد) عطاءالله جان اېډوکېټ د کورنیو ترمنځ خونړۍ شخړه بالاخره د سولې په صورت کې پای ته ورسېده.
د بابوزۍ سوات د قامي تړوڼ جرګې د پوره هڅو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځ روغه جوړه وشوه او یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه د سولې مراسم د سیدو شریف په ودودیه تالار کې ترسره شول، چې پکې وفاقي وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) د خیبر پښتونخوا صدر انجنیر امیر مقام خان د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ. په دې مراسمو کې د صوبایي اسمبلۍ غړو حاجي عبدالمنعم خان، محمد رشاد خان، اختر خان، فضل حکیم، امین خان، پخوانی سینیټر راحت حسین، شاه جهان بي بي او نور منتخب او پخواني استازو، سیاسي او ټولنیز شخصیتونو، د والي سوات د کورنۍ غړو او د سوات، شانګله او بونیر د بېلابېلو فکرونو مشرانو په پراخه کچه ګډون درلود.

په دې موقع دواړو کورنیو په قرآن پاک لاسونه کېښودل او د خپلمنځي دښمنۍ د ختمولو اعلان یې وکړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د ورورولۍ او دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.
ځايي خلکو د جرګې د مشرانو هڅې وستایلې او دا پرمختګ یې په سیمه کې د امن او ثبات لپاره یو مهم ګام وباله. مشرانو وویل چې خپلمنځي اتفاق، زغم او د جرګې نظام د تلپاتې سولې ضمانت دی.

عرفان حسین علي