لاهور : د پاکستان جماعت اسلامي وايي، چې له وفاقي حکومت سره د پټرولو پر لېوي د خبرو درېیم پړاو، چې ټاکل شوې وه نن وشي، د وزیراعظم شهباز شریف په غوښتنه د سپتمبر ۱۵مې ته ځنډول شوی دی.

 

د جماعت اسلامي په وینا، حکومت د خبرو د نېټې د بدلولو غوښتنه کړې وه. دواړه خواوې له څو ورځو راهیسې د پټرولو پر لېوي، د تېلو پر بیو او ولس ته د اقتصادي اسانتیاوو پر ممکنه لارو خبرې کوي.

 

د دواړو خواوو د خبرو لومړی پړاو د سپتمبر پر اوومه په اسلام‌ اباد کې شوی و. جماعت اسلامي په هغه ناسته کې حکومت ته شپږ وړاندیزونه سپارلي وو او حکومت ویلي وو چې د دغو وړاندیزونو د عملي کېدو امکان به وڅېړي.

 

د خبرو دویم پړاو د سپتمبر پر لسمه په اسلام‌ اباد کې وشو، خو دواړه خواوې کومې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدې. په دغه ناسته کې د جماعت اسلامي پلاوي مشري لیاقت بلوچ کوله، او د حکومت له خوا وفاقي وزیر احسن اقبال، رانا ثناالله، د پټرولو وزیر علي پروېز ملک او د خزانې وزیر مملکت بلال اظهر کیاني ګډون درلود.

 

پاکستان : جماعت اسلامي د سپتمبر پر ۲۰مه اسلام‌ اباد ته د مارچ اعلان وکړ
پاکستان : جماعت اسلامي د سپتمبر پر ۲۰مه اسلام‌ اباد ته د مارچ اعلان وکړ

 

جماعت اسلامي غواړي حکومت د پټرولو لېوي ختمه یا په څرګند ډول کمه کړي. د ګوند په وینا، پر تېلو لګېدلې لېوي د عام ولس پر اقتصادي بار کې زیاتوالی راولي. حکومتي چارواکو په مخکنیو خبرو کې ویلي چې د لېوي د کمولو یا ختمولو په صورت کې به د وفاقي خزانې د عاید د کموالي د پوره کولو لپاره بدیلې لارې پیدا کول ضروري وي.

 

جماعت اسلامي وايي، چې له حکومت سره خبرې به روانې ساتي، خو احتجاجونه به هم نه دروي. د ګوند مشر حافظ نعیم الرحمن ویلي، که حکومت د پټرولو لېوي ختمه نه کړي، د سپتمبر پر ۲۰مه به د اسلام‌ اباد پر لور مارچ وکړي.

 

جماعت اسلامي له څو اوونیو راهیسې د پټرولو د لوړو بیو، لېوي او ګرانۍ پر ضد په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي. د جماعت اسلامي په وینا، د برېښنا د خپلواکو تولیدوونکو کمپنیانو په اړه جلا خبرې به د سپتمبر پر ۱۶مه کېږي.