هرنايي : د بلوچستان د هرنايي ضلعې د سکرو په یو کان کې د ګیس چاودنې څلور کان کیندونکي وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي. د پاکستان دولتي راډیو د یکشنبې، سپتمبر ۱۳مې، په ورځ ویلي دي چې له چاودنې وروسته یو شمېر کان کیندونکي د کان دننه بند پاتې وو او د ژغورنې عملیات پېل شول.
د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د ژغورنې په عملیاتو کې پنځه بند پاتې کان کیندونکي ژوندي را ایستلي دي. چارواکي وايي، د ژغورنې عملیات اوس بشپړ شوي دي.
په پېښه کې پنځه کان کیندونکي ژوبل شوي چې د نورو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي. لومړني راپورونه وايي، چې چاودنه په کان کې د ګیس له امله شوې ده. تر اوسه د کان نوم، د پېښې دقیق وخت او د مړو او ژوبلو کسانو نومونه نه دي خپاره شوي.
د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د ګیس راټولېدل او د خوندي کار د اسانتیاوو کموالی له کلونو راهیسې د مرګونو پېښو لوي لاملونه بلل کېږي.


نعيم اچکزئي