بنکاک : د تایلنډ پولیسو ،د سپتمبر په ۱۳مه، یو مشهور بودايي راهب د یو بودايي عبادت‌ ځای د نږدې درې میلیونه ډالرو د پیسو د غلا په تور نیولی دی. پولیس وايي، ۶۶ کلن فرا واچیرایان، چې په لوانګ فو اتیچوت هم مشهور دی، د ایوتایا د «وات فوتایساوان» بودايي عبادت‌ ځای مشر و.

 

د پلټونکو په وینا، پر هغه تور دی چې د عبادت‌ ځای لپاره راغلې مرستې او د مذهبي تعویذونو له پلور څخه ترلاسه شوې پیسې یې د عبادت‌ ځای حساب ته نه اچولې او په بېلابېلو لارو یې شخصي شتمنیو ته اړولې دي.

 

پولیس وايي، د نوموړي له شتمنیو سره تړلي شاوخوا ۱۶ کیلوګرامه سره زر، بانکي پیسې او د ځمکو اسناد هم موندل شوي دي. چارواکي اوس پلټنه کوي چې له دغو شتمنیو څخه څومره د عبادت‌ ځای په پیسو اخیستل شوې دي.

 

دغه راهب د مذهبي تعویذونو په جوړولو هم مشهور و. د تایلنډ وزیراعظم انوتین چارنویراکول هم پخوا د هغه له عبادت‌ ځای سره تړلی یو تعویذ اغوستی و. پولیس وايي، د قضیې پلټنې لا روانې دي او دا هم څېړي چې ایا نور کسان او بانکي حسابونه له دغو پیسو سره تړاو لري که نه.