کابل : د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د «اذان» په نوم یوې نوې ځانګړې تعلیمي راډیو ،د سپتمبر په ۱۳مه، خپل رسمي نشرات پېل کړي دي. د دغې راډیو مسوول، حمید ژوند، وایي چې هڅه به وکړي د ژورنالیزم د مسلکي اصولو او معیارونو په پام کې نیولو سره، اورېدونکو ته باکیفیته او اغېزمن تعلیمي پروګرامونه وړاندې کړي.

 

نوموړي ویلي دي، چې د «اذان» راډیو بنسټیزه موخه د زده‌ کړې او عامه پوهاوي په برخه کې د خلکو لپاره ګټور او معیاري مطالب او پروګرامونه خپرول دي. د هغه په وینا، دا راډیو غواړي د تعلیمي پروګرامونو له لارې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د پوهې د کچې په لوړولو او د زده‌ کړې د فرهنګ په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.

 

«اذان» راډیو په داسې حال کې خپل نشرات پېلوي چې په افغانستان کې راډیو لا هم د معلوماتو او عامه پوهاوي له مهمو رسنیو څخه ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې خلکو ته نورو رسنیزو او تعلیمي سرچینو ته لاسرسی محدود وي.