کوټه : د بلوچستان یو شمېر سیاسي او ملتپالو ګوندونو د صوبې پر خرابېدونکي امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بلوچستان ستونزې یوازې په پوځي او امنیتي اقداماتو نه شي هوارېدی او د حل لپاره یې سیاسي خبرو او د خلکو د باور بېرته جوړولو ته اړتیا ده.
دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۱۲مه، په کوټه کې د نیشنل پارټۍ د مشر او د بلوچستان د پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوچ په مشرۍ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په غونډه کې شوې دي. په غونډه کې د صوبې پر امنیت، سیاسي او اییني مسئلو، اقتصادي ستونزو او د خلکو پر ورځني ژوند د روان وضعیت پر اغېزو خبرې شوې دي.
په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام صوبايي مشر مولانا عبدالواسع، د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي، د هزاره ډیموکراټیک پارټۍ مشر عبدالخالق هزاره، د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ نصرالله زېري، د نیشنل ډیموکراټیک مومنټ احمد جان، د بلوچستان نیشنل پارټۍ موسی بلوچ، د جماعت اسلامي زاهد اختر او د نورو ګوندونو استازو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو ویلي چې په بلوچستان کې ناامني د سیاست، کاروبار او اقتصادي ژوند پر فعالیتونو ژوره اغېزه کړې ده. د دوي په وینا، د لویو لارو او سرحدي لارو بندېدل، د خوراکي توکو په لېږد کې خنډونه او په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښو د عامو خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.
ګډونوالو ویلي دي، چې بلوچستان له داسې حالت سره مخ دی چې یوازې امنیتي اقدامات یې د حل بشپړه لار نه شي کېدی. د دوي په وینا، حکومت باید له هغو سیاسي مشرانو او استازو سره خبرې وکړي چې د خلکو باور ورسره دی او د خلکو او ریاست ترمنځ د باور د بېرته جوړولو لپاره سیاسي لار غوره کړي.
د غونډې ګډونوالو د بلوچستان د سیاسي ګوندونو ترمنځ پر ګډ دریځ او یو پراخ سیاسي اتحاد هم خبرې کړې دي. دوي ویلي، سیاسي ګوندونه باید خپل اختلافات شاته پرېږدي او د صوبې د امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسئلو په اړه په ګډه مبارزه وکړي.
د غونډې په وینا، د بلوچستان پر طبیعي زېرمو د صوبې د خلکو حق باید خوندي شي او د کانونو او معدني زېرمو په اړه د قانون جوړولو پر مهال باید سیاسي او قبایلي مشرتابه په اعتماد کې واخیستل شي. د ګوندونو استازو ویلي، د بلوچستان د خلکو له اقتصادي حقونو سره به معامله نه مني.
په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان اپوزیسیون ګوندونو څو ځلې د صوبې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه ورته غونډې کړې دي. د اګست په میاشت کې هم دغو ګوندونو ویلي وو چې د بلوچستان ستونزې باید د زور پر ځای د سیاسي خبرو له لارې هوارې شي او د دې لپاره د ګډ سیاسي اتحاد پر جوړولو کار کوي.
خو د بلوچستان حکومت له وسله والو ډلو سره د خبرو په اړه بل دریځ لري. د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د سپتمبر پر ۱۲مه ویلي، حکومت به له هغو وسله والو ډلو سره خبرې ونه کړي چې د پاکستان د ماتولو لپاره جګړه کوي. هغه ویلي چې امنیتي عملیات به روان وي، خو هغه وسله وال چې وسلې کېږدي، کولی شي د حکومت له تسلیمېدو او بیا یوځای کېدو له پروګرامه استفاده وکړي.
بلوچستان له څو کلونو راهیسې د بلوڅ وسله والو ډلو د بریدونو، مذهبي وسله والو ډلو د فعالیت، جبري ورکېدو د قضیو، سیاسي کشالو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د بشري حقونو فعالان او یو شمېر سیاسي ګوندونه د جبري ورکېدو، د خلکو د نیولو او د امنیتي ادارو د اقداماتو په اړه شکایتونه کوي، خو حکومت وايي امنیتي عملیات د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره ضروري دي.
د بلوچستان سیاسي ګوندونه وايي، چې د صوبې روان بحران یوازې امنیتي نه دی، بلکې سیاسي، اقتصادي او آئیني اړخونه هم لري؛ ځکه یې په وینا، د اوږدمهاله امن لپاره د سیاسي خبرو، د خلکو د حقونو د خوندي کولو او د ریاست او ولس ترمنځ د باور د بېرته جوړولو اړتیا ده.


نعيم اچکزئي