جاکارتا : د اندونیزیا د ژغورنې چارواکي وايي، چې په جاوا سمندر کې له یوې مسافر وړونکې بېړۍ سره اړیکه پرې شوې او د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.
د چارواکو په وینا، د ویرګو ټرانسپورټ ۸ په نوم بېړۍ له سورابایا څخه د بورنیو ټاپو د سویلي کالیمانتان بنجرماسن ښار ته روانه وه چې په خراب موسم کې ورسره اړیکه پرې شوه.
د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې ادارې ،د سپتمبر د ۱۳مې، معلوماتو له مخې، په بېړۍ کې ۲۴۳ کسان سپاره وو. تر اوسه ۱۰۳ کسان را ایستل شوي، چې یو تن پکې مړ شوی او ۱۰۲ نور ژوندي ژغورل شوي دي. شاوخوا ۱۴۰ کسان لا هم نادرکه دي.
چارواکي وايي، چې د سمندر څپې له دوو تر دوه نیمو مترو پورې لوړې دي، ځکه د ژغورنې کارونه له ستونزو سره مخ دي. د عملیاتو لپاره څو بېړۍ، سمندري ځواکونه او یو هېلي کاپټر سیمې ته لېږل شوي دي.
اندونیزیا له زرګونو ټاپوګانو جوړ هېواد دی او هلته د خلکو د تګ راتګ لپاره سمندري سفر ډېر کارېږي. په دغه هېواد کې کله ناکله د خراب موسم، د بېړیو د خراب حالت او د خوندیتوب د کمزورو تدابیرو له امله سمندري پېښې رامنځته کېږي.


شال نیوز