کندوز : د افغانستان د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ په وینا، د دغه ولایت د علي‌ اباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې د یو ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.

 

پېښه ،د سپتمبر د ۱۲مې او ۱۳مې، ترمنځ شپه رامنځته شوې او په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

 

د کندوز امنیه قوماندانۍ د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌ احتیاطي بللې ده.