د تیراه د کډوالو د ۲۴ کيسزه کميټۍ مشر ،ملک کمال الدين، وایي، چې خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره یې څو وارې حکومت سره خبرې کړې دي، خو لا هم ورته د ستنېدو نيټه نه ده ورکړل شوې۔

 

نوموړی وایي چې په تيراه کې د امن د ټيګښت لپاره اقدامات روان دي او حکومت پلان لري چې دغه سيمه کې پوليس ځای په ځای کړي چې ځایي خلق به پکې واخیستلی شي.

 

د تيراه په کومو سيمو کې عمليات روان دي او د اغېزمنو خلکو لپاره اعلان شوې معاوضې څومره کډوالو ته ورکړی شوې دي؟

تفصيل د ملک کمال الدين سره د شال نيوز په دې مرکه کې واورئ.