کابل : د ناروې د کډوالو شورا مشر ،یان اېګېلنډ، له اروپايي، شمالي امریکايي او نورو حکومتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې زیاتې کړي.

 

اېګېلنډ ویلي دي، چې له طالبانو سره خبرې او په کابل کې د سفارتونو پرانیستل د هغوي د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري، بلکې په افغانستان کې د بشري مرستو، د نجونو د زده‌ کړو او د ښځو د کار د حق لپاره د مخامخ خبرو زمینه برابرولی شي.

 

اېګېلنډ ،د سپتمبر په ۱۲مه، په کابل کې له فرانس پرېس سره په مرکه کې ویلي دي، چې بهرني حکومتونه باید په افغانستان کې خپل سفارتونه، استازي او تجربه لرونکي ډیپلوماټان ولري او له طالب چارواکو سره په کابل او کندهار کې مخامخ خبرې وکړي. د هغه په وینا، یوازې له بهر څخه د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه کافي نه ده.

 

ملګري ملتونه : طالبان دې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي ختم کړي
ملګري ملتونه : طالبان دې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي ختم کړي
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د نجونو د زده ‌کړو بندیز ۲.۲ میلیونه نجونې له ښوونځیو بې‌ برخې کړې
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د نجونو د زده ‌کړو بندیز ۲.۲ میلیونه نجونې له ښوونځیو بې‌ برخې کړې
کله چې طالبانو کابل ونیو، لوېدیځ افغانانو ته دروازې پرانیستې؛ اوس یې ولې تړي؟
کله چې طالبانو کابل ونیو، لوېدیځ افغانانو ته دروازې پرانیستې؛ اوس یې ولې تړي؟

 

هغه پر هغو هېوادونو نیوکه کړې ده چې له یوې خوا د افغان ښځو د حقونو خبره کوي، خو له بلې خوا افغانستان ته بشري مرستې کموي. اېګېلنډ ویلي دي، چې د مرستو کموالی په خپله ښځو او نجونو ته زیان رسوي او د هغه اداره د پیسو د کمښت له امله د ښځینه مرستندویه کارکوونکو او ښوونکو د دندو کمولو ته اړ شوې ده.

 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د اګست تر پایه په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ پیسو له ۳۰ فیصدو څخه هم کمه برخه برابره شوې وه.

 

اېګېلنډ په خپل اوسني سفر کې کابل او کندهار ته هم تللی او له طالب چارواکو سره یې د نجونو د زده‌ کړو د بېرته پېلولو او د ښځو د کار په اړه خبرې کړې دي. هغه ویلي دي، چې هر کال زرګونه ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له کاره وځي، خو د زده‌ کړو د بندیز له امله نوې ښځینه مسلکي کسانې نه روزل کېږي.