نیویارک : د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له واکمنو طالبانو غوښتي دي چې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز سمدستي ختم کړي او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د خوندي او بې خنډه تګ راتګ زمینه برابره کړي.
ګوټېرېش دغه راز له طالبانو غوښتي دي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول محدودیتونه ختم کړي او د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د هغوي د بشپړ او برابر ګډون حق ومني.
نوموړي ویلي دي، چې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي تګلارو په اړه ژوره اندېښنه لري، ځکه دغه محدودیتونه د ښځو او نجونو د ژوند پر نږدې ټولو برخو اغېز کوي.
د هغه په وینا، په عامه ژوند، زده کړو او کار کې د ښځو د بشپړ ګډون مخنیوی د هغوي بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې لوي خنډ دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر وايي، چې ،د سپتمبر پر ۷مه، د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال پوره کېږي. طالبانو د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر پر ۷مه په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز لګولی و.
ګوټېرېش ویلي دي، چې دغه محدودیت له نړیوال قانون، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی او د دې سازمان د کار وړتیا کمزورې کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی دی چې د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته باید د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره کاري ځایونو ته بې خنډه لاسرسی ورکړل شي، څو دغه سازمان وکولی شي له اړمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو سره مرستې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي، چې د ښځینه کارکوونکو شتون ځکه هم مهم دی چې هغوي کولی شي ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه ورسوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د ټولنیزو او کلتوري دودونو له امله نارینه کارکوونکي ښځو ته په اسانه لاسرسی نه لري.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو غوښتي دي چې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار او دفترونو ته د هغوي پر ورتګ لګول شوي محدودیتونه ختم کړي، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلې.


شال نیوز