د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر ۱۱مې بریدونو ۲۵ کاله پوره شول، خو د هغې ورځې خاطرې لا هم د قربانیانو له کورنیو سره ژوندۍ دي. په واشنګټن کې د پنټاګون مخې ته د قربانیانو کورنۍ، پوځي او ملکي چارواکي او د بیړنیو خدمتونو غړي راټول شول. د مراسمو پر مهال د پنټاګون پر هغه اړخ لوی امریکايي بیرغ وغوړول شو چې ۲۵ کاله وړاندې تښتول شوې الوتکه ورسره لګېدلې وه. د سپتمبر ۱۱مې په بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول. په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې هر کال د دې بریدونو د قربانیانو په یاد مراسم ترسره کېږي.


مجید بابر