نوښار : د نوښار د الیکټرانیک مېډیا اېسوسیېشن خبریالانو ،د سپتمبر په ۱۲مه، د نوښار پرېس کلب ته د خپلو غړو د ننوتلو د بندیز پر ضد احتجاج کړی دی. خبریالانو د نوښار پرېس کلب مخې ته لاریون وکړ او وروسته یې د شوبرا څلورلارې کې احتجاجي پرلت وواهه.
د الیکټرانیک مېډیا اېسوسیېشن مشر ،سید ندیم شاه مشواني، د احتجاج پر مهال وویل چې د دوي د غړو پر مخ د پرېس کلب د دروازو تړل د منلو وړ نه دي. نوموړي پر ځینو کسانو تور ولګاوه چې د خپلو چارو د پټولو لپاره یې د پولیسو له لارې د الیکټرانیک مېډیا خبریالانو پر وړاندې د پرېس کلب دروازې تړلې دي.
هغه وویل، چې خبریالان به د خپلو حقونو لپاره له قانوني او جمهوري لارو خپلې هڅې روانې ساتي. د احتجاج پر مهال د سیمې مشر خبریالانو ضیاءالدین، امین باغي او ناصر خان هم خبرې وکړې.
د الیکټرانیک مېډیا اېسوسیېشن له لوري پر پرېس کلب او پولیسو لګېدلي تورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. په دې اړه تر اوسه د نوښار پرېس کلب او پولیسو رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی.


شال نیوز