په سوات کې د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند وايي، چې د مې په ۳مه، د خوازه خېلې د چالیار په سیمه کې د واده د جنج په کاروان کې یو موټر د زیات سرعت له امله د ټرافیکي پېښې ښکار شوی دی.

 

د ویاند په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو سره د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډله سمدستي د پېښې ځای ته ورسېده او د ژغورنې چارې یې پېل کړې۔

 

ریسکیو چارواکي زیاتوي چې په موټر کې څلور کسان سپاره وو، چې له ډلې یې دوه کسان پر ځای مړه شوي او دوه نور ټپیان دي۔ د مړو کسانو پېژندنه د داود خان او شاد خان په نومونو شوې ده۔

 

د ریسکیو ټیم ټپیانو ته پر ځای لومړنۍ طبي مرستې برابرې کړې او وروسته یې ټپیان او د مړو کسانو جسدونه د خوازه خېلې تحصیل مرکزي روغتون ته ولېږدول۔

چارواکي وايي، د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي۔