کابل : د فاریاب او بلخ امنیه قوماندانۍ وايي، چې ،د سپتمبر په ۱۱مه، په دغو ولایتونو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

 

د چارواکو په وینا، په فاریاب کې د اندخوی او قیصار ولسوالیو په دوو جلا پېښو کې ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

 

په بلخ کې بیا د کابل ـ مزارشریف پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

 

د سرچینو په خبره، ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي او د دواړو ولایتونو چارواکي د پېښو لامل بې‌ احتیاطي بولي.