د باجوړ پولیسو ډي ایس پي ،جمال شاه ویلي، چې ،د مې په ۳مه، د سالارزو تحصیل د کوهي په سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو ډزې کړې دي، چې له امله یې ټولنیز فعال ،ملک ضیاء سالارزی، وژل شوی دی. پولیس وایي چې د پېښې پلټنې روانې دي.
د سیمې خلکو په وینا، څو کاله وړاندې د ملک ضیاء پلار ملک فچئ هم د ناڅرګنده وسلوالو له خوا په ډزو وژل شوی و.
بلخوا، د پولیسو په وینا، د برنګ تحصیل د اصیل ترغاؤ سیاہ مېنه سیمه کې د ماین چاودنه شوې، چې پکې سید دور ولد حبیب الرحمن سخت ټپي شوی و. نوموړي ته سمدستي طبي مرسته ورکړل شوه، خو د ټپونو له امله یې وروسته ساه ورکړه.
پولیس وایي چې د پېښې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پېل کړې دي خو تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او د ماین د ځای پر ځای کېدو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
پولیس وایي دواړو پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي خو تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښو مسولیت ندی منلی.

حسبان الله باجوړې