پيښور کې نامعلومه وسلوالو يو نامتو ډاکټر په ډزو ژوبل کړې دې۔ 

په پېښور کې ناڅرګنده وسله والو د یورولوژي برخې پر نومیالي ډاکټر او د پېښور جنرل هسپتال حیات اباد مشر، ډاکټر آصف ملک باندې هغه مهال ډزې وکړې کله چې نوموړی په خپل موټر کې کور ته روان و.

په خیبر ټیچینګ روغتون کې د ډاکټر آصف پخواني همکار فرید الله محسود په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پر ډاکټر ملک دوه مرمۍ لګېدلي دي. هغه ډاډ ورکړی چې اوس د ډاکټر آصف روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ډاکټر آصف ملک د پېښور د پخواني سي سي پي او شهید ملک محمد سعد ورور دی. د یادونې وړ ده چې د دوی کورنۍ تر دې وړاندې هم د سختدریځو وسله والو له خوا په نښه شوې ده۔ د دوی یو بل ورور او د کوهاټ پخوانی ناظم، ملک اسد هم په تېرو کلونو کې په یو هدفي برید کې وژل شوی و.

پولیس وایي دا پېښه د سه شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه کې د سرکلر روډ ټاون په سیمه کې رامنځته شوې ده. بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو د پېښې په اړه هر اړخیزې پلټنې پیل کړې دي.