بنو : د بنو په سردي خېل سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یو کانسټېبل ډزې کړې او وژلی یې دی. پولیس وايي، وژل شوی کانسټېبل عبیدالله د بلقیاز زوې و او د بنو په پولیس لاین کې یې دنده ترسره کوله.
د پولیسو په وینا، عبیدالله ،د سپتمبر په ۱۱مه، له خپل کلي څخه د دندې لپاره بنو ته روان و چې په لاره کې وسله والو پرې ډزې وکړې. د هغه مړی د بنو ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.


صفدر داوړ