پولیس وایي چې د سروکۍ تاڼې ‘اېډیشنل ایس ایچ او’ میر جان شاه، د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ټپي شوی دی.
د ضلعې پولیسو مشر محمد ارشد په وینا، پېښه د مدینې موړ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې له ۶ تر ۷ پورې وسلوالو کسانو پر نوموړي برید وکړ.
پولیس زیاتوي چې پر امنیتي ځواکونو برید ناکام شوی او بریدګر له سیمي تښتېدلي دي.
د پولیسو په وینا، ټپي افسر سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې له خطره بهر دی.
سرچینې وایي، میر جان شاه له رخصتۍ وروسته د دندې پر لور روان و چې د برید ښکار شو، تر دا مهال د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ظفر وزير