خضدار : د بلوچستان د خضدار ضلعې په وډه او زهري سیمو کې په دوو جلا پېښو کې د یو ۱۳ کلن هلک په ګډون د پنځو کسانو د وژل کېدو او د یوې ښځې د سخت ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
په وډه تحصیل کې د یار محمد په کلي کې ،د سپتمبر په ۱۰مه، د شپې شاوخوا لس بجې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور کسان وژل شوي او یوه ښځه سخته ټپي شوې ده.
له پېښې وروسته د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج لپاره سړک ته راوړل شوي او د کوټې ـ کراچۍ لویه لاره تړل شوې ده.
په یوه جلا پېښه کې د خضدار د زهري سیمې په بلبل کې د سپتمبر پر ۱۰مه د راپور شوې بمبارۍ له امله یو ۱۳ کلن هلک، شفیق د ابراهیم زوې، وژل شوی دی. په دې پېښه کې له لسو زیات پسونه او وزې هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دغو پېښو د څرنګوالي، د عملیاتو د هدف او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه بشپړ رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.


نعيم اچکزئي