واشنګټن : نن د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵مه کلیزه ده؛ هغه بریدونه چې د ۲۱مې پېړۍ له مهمو پېښو ګڼل کېږي او د امریکا بهرنۍ او امنیتي تګلارې یې په پراخه کچه بدلې کړې.
د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه د القاعده ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوه الوتکې یې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له برجونو، یوه یې پنټاګون سره وجنګوله او څلورمه الوتکه په پنسلوانیا کې ولوېده. په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول.
امریکا له دغو بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړنی حکومت یې نسکور کړ. واشنګټن طالبان تورنول چې د القاعده مشر ،اسامه بن لادن، او د هغه شبکې ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی و.
شل کاله وروسته، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووتل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ،زلمی خلیلزاد، د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت وايي، چې دغې پېښې د امریکا لوری بدل کړ او له ترهګرۍ سره مبارزه یې د دغه هېواد د ملي تګلارې پر یو مهم لومړیتوب بدله کړه.
خلیلزاد وايي، چې امریکا له بریدونو وروسته هغو کسانو او حکومتونو ته چې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ یا کوربه توب یې کاوه چې پر امریکا د بریدونو تیاری یې نیوه، وښوده چې واشنګټن به سخت ځواب ورکوي.
هغه وايي، امریکا د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د درنو ځاني زیانونو ترڅنګ، له ترهګرۍ سره په ورپسې جګړو کې هم ګڼ پوځي سرتېري له لاسه ورکړل. خلیلزاد وايي، امریکا په دې جګړه کې مهمې بریاوې هم ترلاسه کړې او القاعده یې تر ډېره کمزورې کړه.
خو د هغه په وینا، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر ټولو سخته دوره اوس تېره شوې او امریکا باید د اوسني وخت پر نویو ګواښونو تمرکز وکړي. خلیلزاد چین د امریکا پر وړاندې د نوې دورې تر ټولو مهمه ستراتیژیکه ننګونه بولي او وايي، چې واشنګټن باید د تېرو جګړو په دوامداره تعقیب کې د راتلونکو خطرونو له پامه غورځولو تېروتنه ونه کړي.
د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو نه یوازې په افغانستان کې شل کلنه جګړه پېل کړه، بلکې د امریکا د امنیت، استخباراتو، هوايي سفرونو او بهرنۍ تګلارې په ګډون یې په ګڼو برخو کې ژور بدلونونه راوستل. نن په نیویارک، پنټاګون او پنسلوانیا کې د دغو بریدونو د قربانیانو د یاد مراسم کېږي.


شال نیوز