نوي ډیلي : د بریکس هېوادونو مشران د سپتمبر پر ۱۲مه او ۱۳مه په نوي ډیلي کې د خپلې ۱۸مې سرمشریزې لپاره غونډه کوي؛ داسې مهال چې د ایران جګړې، نړیوالو سوداګریزو اختلافونو او د لویو قدرتونو سیالۍ د دې ډلې د غړو ترمنځ د ګډ دریځ پیدا کول ستونزمن کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ، د سپتمبر پر ۱۱مه، هند ته ورسېد. ټاکل شوې ده چې نوموړی له سرمشریزې مخکې د هند له وزیر اعظم نریندرا مودي سره دوه اړخیزې خبرې وکړي. تمه ده چې د دواړو مشرانو په خبرو کې سوداګري، پانګونه، انرژي، دفاع، ټکنالوژي او د روسیې او هند اړیکې وڅېړل شي.
هند سږکال د بریکس مشري کوي او د نوي ډیلي په سرمشریزه کې به د چین ولسمشر شي جین پینګ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون د غړو هېوادونو مشران برخه واخلي. د بریکس په اوسنیو ۱۱ غړو کې برازیل، روسیه، هند، چین، سویلي افریقا، ایران، مصر، ایتوپیا، اندونیزیا، متحده عربي امارات او سعودي عرب شامل دي.
د سږنۍ غونډې یوه مهمه موضوع د ایران روانه جګړه ده. د جګړې له امله د بریکس د ځینو غړو ترمنځ اختلافونه زیات شوي او دا پوښتنه راپورته شوې ده چې ایا غړي به د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه پر یو ګډ دریځ سلا شي که نه.
د هرمز تنګي له لارې د تېلو پر لېږد اغېز او په سیمه کې روانو پوځي نښتو د انرژۍ او سمندري سوداګرۍ د خوندیتوب اندېښنې هم زیاتې کړې دي. د سرمشریزې په خبرو کې د نړیوال مالي نظام اصلاحات، سوداګري، د انرژۍ او خوراکي توکو خوندیتوب، ټکنالوژي او د مهمو توکو د رسولو لړۍ هم شاملې دي.
په نوي ډیلي کې د غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. هندي رسنۍ وايي، چې شاوخوا ۳۰ زره پولیس او نور امنیتي سرتېري د بهرنیو مشرانو، هوټلونو، هوايي اډو او د غونډې د ځای د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.
د بریکس سرمشریزه په داسې وخت کې کېږي چې پراخې شوې ډلې ته به دا هم یوه ازموینه وي چې ایا خپل لوي اقتصادي وزن په نړیوالو سیاسي چارو کې په ګډ او اغېزمن دریځ بدلولی شي که نه.


شال نیوز