د افغانستان د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون (دارالانشاء) وايي چې د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر په چټکۍ روان دی، او یوازې په یوه ورځ کې سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

 

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د مې په ۲مه، ټولټال ۸۷۹ کورنۍ چې ۴۶۱۷ تنه کېږي ثبت شوې دي، او له دې ډلې ۵۷۴ کورنۍ چې ۳۱۹۸ تنه جوړوي د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

 

د راپور له مخې، د ننګرهار د طورخم له لارې تر ټولو ډېر کډوال داخل شوي، چیري چې ۷۰۵ کورنۍ او ۳۷۷۲ تنه ثبت او بایومیټریک شوي دي. له دې ډلې ۴۱۴ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي، او د سفر لګښتونو لپاره تر ۲۲ لکه زیاتې افغانۍ ورکړل شوې دي. همدارنګه ۷۱۸ کورنیو ته شاوخوا ۵۹ لکه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.

 

په ورته وخت کې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۴ کورنۍ بېرته هېواد ته راستانه شوې دي، چې یو شمېر یې نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او مالي مرستې هم ورسره شوې دي. د نیمروز، هرات او هلمند له لارو هم لسګونه نورې کورنۍ راستنې شوې دي، چې ټولو ته د ثبت ترڅنګ لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

 

راپور زیاتوي چې په بېلابېلو کمپونو کې راستنېدونکو ته خواړه، اوبه، روغتیايي خدمات او د اړیکو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په همدې لړ کې ۸۳۶ وړیا سیمکارټونه وېشل شوي چې پکې وړیا اړیکې او انټرنېټي بستې شاملې دي، او سلګونو کسانو ته روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.

 

چارواکي وایي چې کډوالو ته د ثبت بهیر، نغدي مرستو، لنډمهاله استوګنې، زده‌کړو او ټولنیزو موضوعاتو په اړه پوهاوی هم ورکول کېږي، څو هغوي وکولای شي په ټولنه کې بېرته په ښه ډول ادغام شي.

 

د شمېرو له مخې، د مې په ۲مه، ۸۶۸ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي، او ګڼ شمېر کورنۍ په خوندي ډول خپلو ټاکل شوو سیمو ته لېږدول شوې دي.

 

کمېسیون ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر به په منظم او بشري ډول دوام ولري، او هڅه کېږي چې ټولو راستنېدونکو ته پر وخت مرستې او اسانتیاوې برابرې شي.