تهران / بېجینګ : رویټرز په یو ځانګړي راپور کې ویلي دي، چې ایران له چین سره له روانې جګړې مخکې هم داسې پټه سوداګریزه او مالي لاره کاروله چې له مخې یې چین ته تېل ورکول او په بدل کې به یې له دغه هېواده توکي اخیستل.
د رویټرز د سرچینو په وینا، په تېر یو کال کې لږ تر لږه یو ځل همدا لاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د هغو هوايي دفاعي نظامونو د معاملې لپاره هم کارول شوې ده چې د توغندیو او هوايي بریدونو پر ضد دفاع کې کارول کېږي.
خو رویټرز وايي، چې سرچینو د دغو پوځي معاملو بشپړ معلومات نه دي ورکړي او خبري اژانس هم په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي چې یاد هوايي دفاعي نظامونه کله او په کومه اندازه ایران ته رسول شوي دي.
د راپور له مخې، ایران د دې لارې له چین څخه درمل، موټر، مخابراتي سامان، صنعتي توکي او نور شیان هم اخیستل. ایران به چین ته تېل ورکول، خو د تېلو پیسې به یې په عادي ډول ایران ته نه لېږدول کېدې، بلکې په چین کې به د ایراني توکو او خدماتو د اخیستو لپاره کارېدې.
یو لوېدیځ چارواکي او دوو نورو سرچینو رویټرز ته ویلي دي، چې د چین د دولتي تېلو له شرکت ژوهاي ژن رونګ سره تړلي یو پېرودونکي هره میاشت په سلګونو میلیونه ډالر د «چوشین» په نوم یوې چین مېشتې مالي ادارې ته ورکول.
د سرچینو په وینا، وروسته به دغه پیسې هغو چینايي شرکتونو ته ورکول کېدې چې ایران ته یې توکي او خدمات برابرول یا یې په ایران کې پر لویو پروژو کار کاوه. رویټرز وايي، چې د دې لارې د ایران د تېلو د پیسو شاوخوا ۷۰ فیصده برخه په ایران کې پر لویو پروژو لګېده او د دغو معاملو ټول ارزښت د دوو او دوه نیمو میلیاردو ډالرو ترمنځ اټکل شوی دی.
دې طریقې ایران ته دا موقع ورکوله چې د نړیوال بانکي نظام له کارولو پرته د خپلو تېلو پیسې په چین کې پر اړتیا وړ توکو او خدماتو ولګوي او د امریکا د بندیزونو له امله رامنځته شوي ځینې مالي خنډونه کم کړي.
چین په ۲۰۲۵م کال کې د ایران د تېلو تر ټولو لوي پېرودونکی و. د کپلر د شمېرو له مخې، چین د ایران د بهر ته تلونکو تېلو له ۸۰ فیصده زیاته برخه اخیسته او په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۱.۴ میلیونه بېرله ایراني تېل چین ته تلل.
ایران او چین په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۵ کلونو لپاره د اوږدمهاله همکاریو تړون لاسلیک کړی و، چې انرژي، سوداګري او لویې اقتصادي پروژې یې مهمې برخې دي.
د امریکا حکومت په وروستیو کلونو کې پر یو شمېر چینايي شرکتونو او ادارو بندیزونه لګولي دي چې د ایران د تېلو په پېر او لېږد کې یې رول درلود. واشنګټن هڅه کوي هغه مالي او سوداګریزې لارې محدودې کړي چې تهران یې د بندیزونو د اغېز د کمولو لپاره کاروي.
د رویټرز په وینا، د ایران او امریکا د روانې جګړې او د هرمز تنګي له لارې د ایران د تېلو پر لېږد د فشار له زیاتېدو سره د ایران او چین دغه سوداګریزه لاره هم له ستونزو سره مخ شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د رویټرز په راپور کې د یادې شوې ځانګړې مالي لارې په اړه معلومات نه لري، خو بېجینګ ټینګار کړی دی چې هغه یو اړخیز بندیزونه نه مني چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ ورسره نه وي.
ایراني چارواکو د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د رویټرز راپور په ځانګړي ډول دا نه تاییدوي چې چینايي هوايي دفاعي نظامونه د روانې جګړې پر مهال ایران ته رسېدلي دي. راپور وايي، چې د تېلو په بدل کې د چینايي توکو د اخیستو دغه لاره له جګړې مخکې موجوده وه او په تېر یو کال کې لږ تر لږه یو ځل د هوايي دفاعي نظامونو له معاملې سره هم تړلې وه.


شال نیوز