واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې ځايي سرچینې وايي، چې ،د سپتمبر پر ۱۰مه، ناوخته شپه او د ۱۱مې په لومړیو ساعتونو کې د ثمرباغ او شاوخوا سیمو پر ځینو برخو د جنګي هیلي‌ کاپټرو له خوا بمباري او شیلنګ شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، شینګ او چیني خوا هم د هغو سیمو له ډلې دي چې د عملیاتو پر مهال پکې د چاودنو او شیلنګ غږونه اورېدل شوي. تر اوسه د مرګ‌ ژوبلې او مالي زیان کره جزییات نه دي ترلاسه شوي.

 

امنیتي چارواکو تر دې دمه نه دي ویلي چې د عملیاتو هدف څوک وو او کوم ځایونه په رسمي ډول په نښه شوي دي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، چې دوي په سیمه کې وسله وال لیدلي دي چې ګزمې کوي او په دوو دولتي ښوونځیو کې هم مېشت دي. د دوي په وینا، د وسله والو د مېشتېدو له امله په دغو ښوونځیو کې د ماشومانو د زده‌ کړو بهیر درېدلی دی.

 

شال نیوز په خپلواکه توګه د دې معلوماتو پخلی نه دی کړی.

 

د سیمې خلکو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتي دي چې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو، کورونو او ښوونځیو خوندیتوب یقیني کړي. تر دې دمه د پاکستان پوځ، پولیسو او ضلعي انتظامیې د تازه عملیاتو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.