د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز شریف یوې وروستۍ وینا، چې د خپل صوبې پر وړاندې د وسله والو د خطرونو په تړاو یې د هند پر ځای د پاکستان د ګاونډیو صوبو نوم واخیست، د پښتنو، سندھیانو او بلوڅانو په یو شمېر سیاسي او ملتپالو کړیو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

 

په همدې بحث کې اوس د پنجاب د پخواني اعلا وزیر او اوسني وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۱۰م کال هغه دریځ هم بیا یادېږي چې د اسامه بن لادن له ایبټ اباد استوګنځي ترلاسه شوو اسنادو کې ورته اشاره شوې ده. د دغو اسنادو له مخې، شهباز شریف د هغه وخت د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله محسود ته پیغام استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې وسله واله ډله دې په پنجاب کې بریدونه نه کوي.

 

شهباز شریف تر اوسه د خپلې ورېرې مریم نواز د وروستۍ وینا په اړه په ښکاره څه نه دي ویلي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځي او امنیتي ادارې له کلونو راهیسې په هېواد، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وسله والو بریدونو کې پر هند د لاس لرلو تورونه لګوي، خو د ۲۰۱۰م کال اسناد د پاکستان دننه له وسله والو ډلو سره د رابطو او د حملو د کمولو لپاره د خبرو یو بل، ډېر پېچلی اړخ راښيي.

 

هغه لیکونه چې وروسته د امریکا په عدالتونو کې هم د ثبوت په توګه وړاندې شول، د اسامه بن لادن د ایبټ اباد له کور څخه ترلاسه شوي وو. په دغو لیکونو کې یو د عطا عبدالرحمان دی، چې د «محمود» په نوم هم پېژندل کېده او په هغه وخت کې یې د القاعده د عمومي چارو مسوولیت درلود.

 

عبدالرحمان دغه لیک د ۲۰۱۰م کال په جولایۍ کې اسامه بن لادن ته لېږلی و. بن لادن په لیک کې د «شیخ ابو عبدالله» په نوم یاد شوی دی. په لیک کې عبدالرحمان بن لادن ته لیکي چې «پاکستاني لوري» له دوي او د حکیم الله محسود تر مشرۍ لاندې تحریک طالبان پاکستان سره د رابطو هڅې پېل کړې وې. د هغه په وینا، په القاعده کې د دې موضوع پر سر داخلي خبرې شوې وې او وروسته دا موضوع له ایمن الظواهري سره هم شریکه شوې وه.

 

له لیکه ښکاري چې القاعده په اصولي ډول دې ته چمتو وه چې له پاکستان سره د یوې محدودې هوکړې امکان وڅېړي. د القاعده دریځ دا و چې د دوي اصلي جګړه له امریکا سره ده او که پاکستان د دوي او د دوي د متحدینو پر ضد عملیات نه کوي، نو دوي هم کولی شي پر پاکستان خپل بریدونه محدود کړي. عبدالرحمان په لیک کې د القاعده دریځ په سختو الفاظو بیان کړی و: که پاکستان دوي پرېږدي، دوي به هم پاکستان پرېږدي، خو که فشار او عملیات دوام وکړي، بریدونه به هم روان وي.

 

 

اسامه بن لادن / اسوشیټډ پریس

 

د لیک له مخې، د دې پیغام د رسولو لپاره له سراج الدین حقاني او نورو اړیکو هم کار اخیستل شوی و. عبدالرحمان لیکلي چې القاعده او تحریک طالبان پاکستان د پاکستان دننه د لویو بریدونو توان لري، خو د هغه په وینا، د دوي مشرانو په موقتي ډول د حالاتو د ارام ساتلو او د امریکايي فشار د کمولو لپاره ځینې عملیات درولي وو.

 

هغه په همدې لیک کې خبرداری هم ورکړی و چې که پاکستان په وزیرستان کې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړي، نو بریدونه به بیا پېل شي. د اسنادو له مخې، له دې وروسته د پاکستان له استخباراتي کړیو سره د رابطو لپاره فضل الرحمان خلیل هم مخې ته راغلی و. خلیل د حرکت المجاهدین پخوانی مشر او د اسامه بن لادن له پخوانیو نږدې کسانو ګڼل کېده.

 

عبدالرحمان لیکلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له اړخه یو استازی دوي ته ورغلی و او د هغو کسانو پیغام یې راوړی و چې په لیک کې د «شجاع شاه» او نورو په نوم یاد شوي دي. په هغه وخت کې د پاکستان د ايي اېس ایي مشر احمد شجاع پاشا و، خو خپله لیک دا په څرګنده نه وايي چې «شجاع شاه» خامخا هماغه احمد شجاع پاشا و.

 

همداراز، له دې لیکه دا نه ثابتېږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د اسامه بن لادن د استوګنځي له ځایه خبر درلود. خو اسناد دومره ښيي چې د القاعده د لوړپوړو کسانو تر کچې د پیغام رسولو لارې موجودې وې.

په یو بل تماس کې، د عبدالرحمان په وینا، پخوانی استخباراتي مشر حمید ګل او فضل الرحمان خلیل هم په یوه ناسته کې موجود وو.

 

هغه لیکي چې پاکستاني لوري له القاعده وغوښتل لږ وخت نور صبر وکړي، ځکه دوي هڅه کوي امریکایان دې ته قانع کړي چې له القاعده سره هم خبرې وشي. د عبدالرحمان د لیک له مخې، پاکستاني استازو ویلي وو چې یوازې له طالبانو سره خبرې، د القاعده له ګډون پرته، کافي نه دي. خو د همدې اوږده لیک تر ټولو مهمه برخه هغه ځای دی چې د پنجاب د حکومت او شهباز شریف یادونه په کې شوې ده.

 

عبدالرحمان بن لادن ته لیکلي چې شهباز شریف، چې هغه مهال د پنجاب اعلا وزیر و، حکیم الله محسود او قاري حسین ته پیغام استولی و. د لیک له مخې، په پیغام کې ویل شوي وو چې د پنجاب حکومت له دوي سره خبرو او د اړیکو د عادي کولو لپاره چمتو دی، خو په شرط دا چې تحریک طالبان پاکستان په پنجاب کې بریدونه ونه کړي.

 

عبدالرحمان دا هم لیکلي چې دا وړاندیز یوازې د پنجاب تر حکومتي حدودو پورې محدود و او اسلام اباد او نورې سیمې په کې نه شاملېدې. په لیک کې دا جمله هم راغلې چې «حکومت هر قیمت ورکولو ته تیار دی» او خبرې روانې دي. عبدالرحمان بیا د حکیم الله محسود په اړه لیکي چې هغه ته یې ټینګار کړی و چې د هر نوي پرمختګ په اړه باید د القاعده مشرتابه خبر وساتل شي.

 

د هغه په وینا، حکیم الله محسود ورسره منلې وه چې که په خبرو کې څه نوی بدلون راشي، بن لادن به پرې خبر کړي. په همدې خبرو کې حکیم الله محسود دا نظر هم څرګند کړی و چې القاعده باید د خبرو په لومړۍ لیکه کې ښکاره نه شي او له پاکستاني چارواکو سره دې مخامخ نه کښېني. عبدالرحمان لیکلي چې دی په اصولي ډول له دې نظر سره موافق و، خو وروستۍ پرېکړه یې د القاعده د مشرتابه او د بن لادن له رضا سره تړلې بلله.

 

د شهباز شریف په اړه په دغه لیک کې راغلې خبره له هغه وخت د نوموړي له یوې عامه وینا سره هم تر یوه بریده ورته والی لري. د ۲۰۱۰م کال د مارچ پر ۱۵مه ډان ورځپاڼې د شهباز شریف د یوې وینا راپور خپور کړی و. په هغه وینا کې شهباز شریف د پرویز مشرف پر تګلارو سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې مسلم لیګ نواز هم د مشرف د هغو پالیسیو مخالف و چې د امریکا په غوښتنه ترسره کېدې.

 

د ډان د راپور له مخې، شهباز شریف پوښتنه کړې وه چې که طالبان هم د مشرف د همدغو تګلارو مخالف دي، نو ولې په پنجاب کې، چې مسلم لیګ نواز حکومت لري، بریدونه کوي. د هغه له قوله ویل شوي وو چې که طالبان د هماغه هدف لپاره جګړه کوي چې دوي یې هم مخالفت کوي، نو په پنجاب کې دې بریدونه نه کوي.

 

دا عامه وینا د القاعده په لیکونو کې راغلې دعوه په بشپړ ډول نه ثابتوي، خو دواړه د هغه وخت په سیاسي فضا کې د یوه ورته دریځ نښې ښيي: د پنجاب حکومت غوښتل چې وسله وال لږ تر لږه په دغه صوبه کې خپل بریدونه ودروي. د القاعده اسناد دا هم ښيي چې بن لادن له پاکستان سره د ممکنه اوربند یا محدودې هوکړې پر موضوع نظر درلود.

 

په ۲۰۱۰م کال کې بن لادن عبدالرحمان ته ویلي وو چې د پاکستان له حکومت سره د خبرو امکان باید وڅېړل شي، ځکه د ده په نظر، که جګړه له پاکستان سره محدوده شي، القاعده به وکولی شي خپله اصلي توجه امریکا ته واړوي. په اګست ۲۰۱۰م کې بن لادن عبدالرحمان ته لیکلي وو چې د پاکستان له حکومت سره د اوربند په اړه، د خبرو دوام «په اوسنیو حالاتو کې د مجاهدینو په ګټه دی».

 

دا جمله ښيي چې بن لادن په اصولي ډول د خبرو له دوام سره موافق و.خو په لیکونو کې شک او بې باوري هم ښکاره ده. عبدالرحمان په یوه ځای کې پوښتنه کوي چې ایا پاکستاني لوری په رښتیا جدي دی، که یوازې وخت تېروي. په نومبر ۲۰۱۰م کې یې بیا بن لادن ته لیکلي وو چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ممکنه عملیاتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

د هغه د دعوې له مخې، د امریکا له خوا پر پاکستان فشار و چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات وکړي. عبدالرحمان لیکلي چې په میرام شاه او میرعلي کې ځینو وسله والو ته د مخابراتي اړیکو د څار په اړه هم خبرداری ورکړل شوی و. هغه د مخابراتي امنیت ستونزه تر ډېره پر هغو بهرنیو وسله والو اچولې وه چې د میرام شاه او میرعلي په بازارونو کې ګرځېدل او د ده په وینا، د القاعده له منظم نظم سره تړلي نه وو.

 

په دغو کسانو کې یې د عربو، ترکانو، اذریانو، ازبکانو، جرمنانو او د نورو هېوادونو د وسله والو یادونه کړې وه. القاعده هڅه کوله چې دغه بېلابېلې ډلې منظمې وساتي او د اړیکو لپاره ګډه لاره ورته پیدا کړي. کله چې په ۲۰۱۱م کال کې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو، تر ټولو لویه پوښتنه دا وه چې هغه څنګه د پاکستان په یو مهم پوځي ښار کې دومره اوږده موده پټ پاتې شوی و.

 

 

د پنجاب د هغه وخت اعلا وزیر میا شهباز شریف

 

ایبټ اباد د پاکستان د پوځي اکاډمۍ ښار دی او له اسلام اباد سره هم ډېر واټن نه لري. له همدې امله له هغه وخت راهیسې پرله‌ پسې پوښتنې شوې دي چې ایا د پاکستان په امنیتي او پوځي ادارو کې څوک د بن لادن له شتون خبر وو که نه. تر اوسه خپاره شوي اسناد دې پوښتنې ته وروستی او قطعي ځواب نه ورکوي.

 

همداراز، دا اسناد په خپله دا نه ثابتوي چې شهباز شریف یا د پاکستان استخباراتي چارواکو له القاعده سره ګډ کار کاوه. خو اسناد دومره روښانه کوي چې په هغه وخت کې د پاکستان د ځینو حکومتي او امنیتي کړیو او وسله والو ډلو ترمنځ د اړیکو، منځګړیتوب او د بریدونو د محدودولو لپاره د خبرو لارې موجودې وې.

 

د شهباز شریف په اړه د عبدالرحمان په لیک کې راغلې خبره هم په همدې چوکاټ کې راځي. یعنې دعوه دا نه ده چې شهباز شریف له القاعده سره اتحاد غوښت، بلکې د القاعده د یوه لوړپوړي غړي په لیک کې دا ویل شوي چې د پنجاب حکومت د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د داسې هوکړې هڅه کړې وه چې له مخې یې په پنجاب کې بریدونه ودرول شي.

 

همدا توپیر مهم دی.

 

د ایبټ اباد له کور څخه ترلاسه شوي اسناد د پاکستان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، حقاني شبکې او ځینو پخوانیو جهادي ډلو ترمنځ د هغه وخت د اړیکو یو پېچلی انځور وړاندې کوي. خو د دې انځور هره برخه باید د خپل سند، خپل نسبت او خپل حد دننه ولوستل شي. دغو اسنادو ځینې ډېرې جدي پوښتنې راپورته کړې، خو هره پوښتنه یې په خپله ځواب کړې نه ده.