د خېبر پښتونخوا حکومت تر سیوري لاندې ،د مې په ۲مه، په پېښور کې یوه مهمه جرګه رابلل شوې وه، چې پکې د صوبې اعلی وزیر ،سهیل افریدي، ترڅنګ د قبایلي سیمو سیاسي مشران، پارلماني غړي او قامي مشرانو ګډون کړی و.

 

دا جرګه په داسې مهال جوړه شوه چې په باجوړ، شمالي وزیرستان، سویلي وزیرستان، تیراه او کرمه کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او په ځانګړي ډول له تیراه او کرمې څخه ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ کوره شوې دي.

 

تر دې وړاندې هم د دغو سیمو خلکو د امن لپاره جرګې او احتجاجونه کړي، خو لا هم وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دې جرګې بشپړه تفصیل د شال نیوز د خبریال سلمان یوسفزي په دې ویډیوي راپور کې وګورئ.