الجزیره : د الجزایر دولتي ټلویزیون د سپتمبر پر ۱۰مه اعلان کړی دی، چې الجزایر له متحده عربي اماراتو سره خپل سفارتي تعلقات ختم کړي دي.

 

د الجزایر او متحده عربي اماراتو ترمنځ تعلقات په وروستیو میاشتو کې سخت خراب شوي وو. الجزایر د ۲۰۲۶م کال په فبرورۍ کې له اماراتو سره د هوايي خدمتونو د تړون د ختمولو بهیر هم پېل کړی و.

 

له دې مخکې د الجزایر ځینو رسنیو راپورونه ورکړي وو چې حکومت له متحده عربي اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو پر ختمولو غور کوي، خو هغه مهال رسمي پرېکړه نه وه اعلان شوې.

 

د الجزایر چارواکو تر اوسه په عامه توګه د دې تازه پرېکړې ټول لاملونه نه دي بیان کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات او متقابلې نیوکې له څه مودې راهیسې زیاتې شوې وې. متحده عربي اماراتو تر اوسه د الجزایر د دې اعلان په اړه خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.