لکي مروت : د لکي مروت په اباخېل سیمه کې یوه ۳۲ کلنه ښځه د تبر په ګوزارونو وژل شوې او پولیسو د هغې د پلار پر ضد د قتل مقدمه درج کړې ده.
پولیس وايي، پېښه ،د سپتمبر پر ۹مه، د شپې شاوخوا دوه بجې د اباخېل په شیري خېل محله کې شوې ده. د پولیسو په وینا، ناهید اختر د تبر په ګوزارونو وژل شوې او د هغې پلار میر عالم په مقدمه کې نومول شوی دی.
د وژل شوې ښځې خور زینت بي بي پولیسو ته ویلي دي، کله چې د پېښې ځای ته ورسېده، خور یې په وینو کې پرته وه او مړه شوې وه. زینت بي بي په خپل رپورټ کې ویلي دي چې پلار یې په نشه يي موادو روږدی دی او تر دې وړاندې یې هم ناهید اختر ته د وژلو ګواښونه کړي وو. هغې ویلي دي، چې د وژنې د سبب په اړه معلومات نه لري.
پولیس وايي، د ناهید اختر مړی د پوسټ مارټم لپاره د لکي مروت سرکاري سټي هسپتال ته وړل شوی دی. د لکي مروت سټي پولیسو د زینت بي بي په درخواست د پاکستان د تعزیراتو د قتل د مادې ۳۰۲ لاندې د ۴۳۶/۲۶ شمېرې مقدمه درج کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.


غلام اکبر مروت