د لکي مروت پولیسو ویلي دي چې د تجوړۍ تاڼې په حدودو کې، د تجوړۍ بازار له مرکزي او ګڼې ګوڼې سیمي څخه د ورځې په رڼا کې د ټوپک په زور د یو شخصي سکول پرنسپل تښتول شوی دی.

 

عیني شاهدان وایي چې تښتوونکي په فیلډر موټر کې سپاره وو. هغوي پرنسپل برکت الله له موټرسایکل څخه ښکته کړ، په زور یې موټر ته پورته کړ او د هغه موټرسایکل یې هم له ځان سره یووړ.

 

پولیس زیاتوي چې د پېښې وروسته د لټون عملیات پېل شوي او د تښتوونکو د نیولو هڅې روانې دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اونۍ کې په لکي مروت کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د راپورونو له مخې، په همدې موده کې دوه ملکي وګړي او د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري هم وژل شوي دي.

تر دې دمه د دې پېښې کوم مسؤل مخې ته ندی راغلی.