واشنګټن : د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ویلي دي، چې د پروسټېټ سرطان یې د تشخیص تر وخته هډوکو ته خپور شوی و، خو د وړانګو درملنې یې د تمې مطابق نتیجه ورکړې او ډاکټرانو د ناروغۍ په کنټرولولو کې مرسته کړې ده.

 

۸۳ کلن بایډن ،د سپتمبر پر ۸مه، د پروسټېټ سرطان په اړه په یو تازه پیغام کې ویلي دي، کله چې تېر کال یې ناروغي تشخیص شوه، سرطان یې لا هډوکو ته رسېدلی و.

 

بایډن ویلي دي، چې د تېر کال د وړانګو درملنې یې د تمې مطابق اغېز کړی او اوس هم هغه کارونه کوي چې ورته مهم دي، د خپل ژوند د یادښتونو د کتاب بشپړول هم پکې شامل دي.

 

د بایډن زویې هنټر بایډن تېره میاشت ویلي وو چې د پلار سرطان یې له هډوکو هم وړاندې خپور شوی او ناروغي ورته ډېره دردناکه او کمزورې کوونکې ده.

 

بایډن په خپل تازه پیغام کې خلک هڅولي چې د پروسټېټ سرطان معاینات پر وخت وکړي او په دې اړه له خپلو ډاکټرانو سره خبرې وکړي.