کالیفورنیا : د افغان موسیقۍ نامتو سندرغاړې ،نغمې، د کالیفورنیا په فریمونټ ښار کې یوې غونډې ته ویلي دي، چې بهر مېشتي افغانان ،او په ځانګړي ډول ښځې دې، له شته فرصتونو ګټه واخلي او د یو بل ملاتړ دې وکړي.

 

دا غونډه د افغان کلتوري ټولنې له خوا د کالیفورنیا د ایالتي سناتورې عایشه وهاب په ویاړ جوړه شوې وه. نغمې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو لاسته راوړنې باید د یو کس یا یوې کورنۍ بریا ونه ګڼل شي، بلکې دا د ټولې افغانې ټولنې ګډه بریا ده.

 

عایشه وهاب د امریکا د استازو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه
عایشه وهاب د امریکا د استازو جرګې د غړې په توګه لوړه وکړه
له یتیمۍ تر امریکايي کانګرېسه؛ د افغان‌ الاصل عایشې وهاب د ژوند کیسه
له یتیمۍ تر امریکايي کانګرېسه؛ د افغان‌ الاصل عایشې وهاب د ژوند کیسه

 

هغې په ځانګړي ډول پر افغانو ښځو غږ وکړ چې د یو بل تر څنګ ودرېږي، خپلې تجربې سره شریکې کړي او هغو ښځو ته د پرمختګ لار هواره کړي چې نویو فرصتونو ته اړتیا لري.

 

عایشه وهاب د کالیفورنیا په ایالتي سنا کې د افغان اصل لرونکو امریکایانو له مخکښو سیاسي څېرو څخه ده.