کوټه : پولیس وايي، د کوټې په کچلاک سیمه کې ،د سپتمبر په ۹مه، یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په چړو وژل شوې او د هغې مېړه یې د پېښې په تړاو نیولی دی.

 

د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، وژل شوې نجلۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې واده شوې وه او د نیول شوي کس دویمه مېرمن وه.

 

پولیسو ویلي، د پېښې وروسته یې د کامران ولد عبدالستار په نوم یو کس نیولی دی. د پولیسو په وینا، نوموړی د چمن اوسېدونکی دی او تر دې وړاندې هم پولیسو ته مطلوب و.

 

پولیس وايي، د وژنې د سبب معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او تر اوسه یې د پېښې د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.