سیول : د اسیا، افریقا، اروپا او لاتینې امریکا د سیاسي ګوندونو او فکري ادارو استازو د سویلي کوریا په پلازمېنه سیول کي د خپلې لومړۍ ګډې غونډې پر مهال د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره په خبرو، متقابل احترام او نړیوالې همکارۍ غږ کړی دی.

 

په دې غونډه کي د ۲۱ هېوادونو د سیاسي ګوندونو او فکري ادارو استازي برخه لري. دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د دغو څلورو براعظمونو سیاسي استازي په دې بڼه په یوه ګډه غونډه کي سره راټولېږي.

 

د غونډې موخه د بېلابېلو هېوادونو او سیاسي ګوندونو ترمنځ د خبرو او اړیکو پراخول او د هغو نړیوالو ستونزو په اړه د نظرونو شریکول دي چې پر یوه وخت د نړۍ ګڼ هېوادونه ورسره مخ دي.

 

ګډونوالو ویلي، په نړۍ کي روانې جګړې، د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات، اقتصادي ستونزې او پر سیاسي ادارو د خلکو د باور کمېدل داسې مسئلې دي چې یوازې یو هېواد یې په یوازې ځان نه شي حل کولای.

 

دوی ټینګار کړی چې د بېلابېلو سیاسي نظرونو باوجود باید د خبرو لارې خلاصې وساتل شي او سیاسي اختلافات باید د اړیکو د پرې کېدو او شخړو پر ځای د خبرو او یو بل ته د احترام له لارې حل شي.

 

په غونډه کي د جګړو او شخړو د مخنیوي، نړیوالې سولې، اقتصادي ستونزو، بشري حقونو، د هوا او چاپېریال بدلون او د نوې ټکنالوژۍ د اغېزو په اړه هم خبرې شوې دي.

 

ګډونوالو په دې هم خبرې کړې چې سیاسي ګوندونه یوازې په خپلو هېوادونو کي د واک او سیاست تر سیالۍ محدود نه دي، بلکې د هېوادونو او ولسونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو او د شخړو په کمولو کي هم رول لوبولی شي.

 

د غونډې په ترڅ کي د سیول اعلامیه هم ومنل شوه. په اعلامیه کي د سولې، خبرو، یو بل ته د احترام او د هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار شوی دی.

 

د پاکستان پخواني سینیټر مشاهد حسین سید هم په غونډه کي د اسیا د سیاسي ګوندونو د نړیوال کنفرانس د شریک مشر په توګه ګډون کړی او د غونډې د یوې برخې شریک مشري یې کړې ده.

 

د غونډې تنظیموونکي وايي، هڅه کوي چې د سیول دا غونډه یوازې تر یوه کنفرانس محدوده پاتې نه شي، بلکې په راتلونکي کي هم د اسیا، افریقا، اروپا او لاتینې امریکا د سیاسي ګوندونو ترمنځ د خبرو او اړیکو لړۍ روانه وساتل شي.

 

د سیول غونډه د سپټمبر له شپږمې تر نهمې روانه ده او تنظیموونکي یې د څلورو براعظمونو د سیاسي ګوندونو ترمنځ د مستقیمو خبرو د یوې نوې نړیوالې هڅې پیل بولي.