اسلام اباد : د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان ویلي، که وفاقي حکومت د پټرولیم لېوي د ختمولو په اړه مثبت ځواب ورنه کړي، نو د سپټمبر پر ۱۰مه به د حکومت خلاف د لانګ مارچ اعلان وکړي.
حافظ نعیم الرحمان ویلي، د جماعت اسلامي او حکومت ترمنځ به ،د سپتمبر په ۱۰مه، بیا خبرې کېږي او که په دغو خبرو کې د پټرولیم لېوي د ختمولو په اړه پرمختګ ونه شو، نو جماعت اسلامي به د لانګ مارچ بلنه ورکړي.
هغه ویلي، که حکومت پټرولیم لېوي او پر پټرولو لګېدلي ځینې نور ټیکسونه لرې کړي، د پټرولو بیه ۱۰۶ روپۍ فی لیټر کمېدای شي.
د جماعت اسلامي مشر ویلي، پټرولیم لېوي د نړیوال بازار د تېلو له بیو سره مستقیم تړاو نه لري او حکومت دا پیسې د خپلو عوایدو د زیاتولو لپاره اخلي. د هغه په وینا، حکومت په یوه کال کې د پټرولیم لېوي له لارې ۱۵۶۷ اربه روپۍ راټولې کړې دي.
جماعت اسلامي د پټرولیم لېوي د ختمولو لپاره حکومت ته شپږ وړاندیزونه هم سپارلي دي. د پلاننګ وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي، دغه وړاندیزونه اړوندو وزارتونو ته استول شوي او که عملي کېدل یې ممکن وي، حکومت به پرې غور وکړي.
جماعت اسلامي له تېرو څو اوونیو راهیسې د پټرولیم لېوي، د تېلو د لوړو بیو او ګرانۍ خلاف احتجاجونه کوي او د سپټمبر پر درېیمه یې په ټول هېواد کې د کاربندیز بلنه هم ورکړې وه.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې وفاقي حکومت د سپټمبر له نهمې د پټرولو بیه ۵ روپۍ او ۵۸ پیسې نوره لوړه کړې او نوی نرخ یې ۳۶۴ روپۍ او ۳۵ پیسې فی لیټر ټاکلی دی.
د حکومت د اعلان له مخې د تېز رفتار ډیزلو بیه هم ۴ روپۍ او ۱۸ پیسې لوړه شوې او ۳۸۵ روپۍ او ۹۵ پیسې فی لیټر ته رسېدلې ده.


شال نیوز