لاهور : وفاقي حکومت او جماعت اسلامي موافقه کړې ده چې د پټرولیم محصول، بجلۍ او د ژوند د نورو لګښتونو د کمولو لپاره به د ماهرینو جلا کمېټۍ جوړوي او تخنیکي خبرې به ،د سپتمبر په ۷مه، پېلوي.

 

د سپتمبر په ۳مه، په لاهور کې د حکومت او جماعت اسلامي د پلاوو تر مذاکراتو وروسته د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمان وویل، چې خبرې مثبتې وې، خو د دوي احتجاجي پرلتونه به تر عملي نتیجې پورې روان وي.

 

د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي دي، چې حکومت به د جماعت اسلامي وړاندیزونه واوري او پر هغو لارو به غور وکړي چې د خلکو مالي بوج کمولی شي. دواړو خواوو موافقه کړې ده چې د ماهرینو کمېټي به د پټرولیم محصول، د بجلۍ بیو او نورو اقتصادي مسئلو په اړه عملي وړاندیزونه تیاروي.

 

د جماعت اسلامي پرلت؛ پر حکومت فشار که د مقتدره پخوانۍ نوکري؟
د جماعت اسلامي پرلت؛ پر حکومت فشار که د مقتدره پخوانۍ نوکري؟
پېښور کې جماعت اسلامي د پټروليم توکو د بيو او لېوي ټېکسونو پر ضد نامعلومې مودې پورې احتجاجي پرلت پېل کړ
پېښور کې جماعت اسلامي د پټروليم توکو د بيو او لېوي ټېکسونو پر ضد نامعلومې مودې پورې احتجاجي پرلت پېل کړ

 

جماعت اسلامي په وروستیو ورځو کې د پټرولیم محصول، د بجلۍ د لوړو بیو او ګرانۍ پر ضد په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي پرلتونه پېل کړي دي. حافظ نعیم الرحمان ویلي دي، چې له حکومت سره مذاکرات به روان وي، خو تر هغه به احتجاج هم دوام وکړي چې د دوي د غوښتنو په اړه عملي ګامونه نه وي پورته شوي.