د پاکستان د مذهبي چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان خپله هغه نوې پرېکړه بېرته اخیستې ده چې له مخې یې د حج لپاره د عمر لږ تر لږه حد ۱۵ کاله ټاکل شوی و.

 

د مې په ۲مه، سهار، وزارت په یو لیک کې ویلي وو چې د ۱۵ کلونو نه کم عمره کسان به د حج اجازه ونه لري او دا بندیز به د مې له ۳مې نېټې نافذ شي. همداراز ویل شوي وو چې اغېزمنو حاجیانو ته به بشپړه پیسې بېرته ورکړل شي.

 

د دې اعلان وروسته، د پاکستان هوايي ډګرونو ادارې هم ویلي وو چې له ۱۵ کلونو کم عمره کسان به د حج پروازونو کې سورېدو ته نه پرېښودل کېږي او د هغوي ویزي به باطلې منسوخ ګڼل کېږي.

 

خو څو ساعته وروسته، د مذهبي چارو وزارت نوې اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې سعودي عرب دا پرېکړه بېرته واخیسته. وزارت زیاته کړه چې مخکینۍ لارښوونې به نه پلی کېږي.

 

د نوې پرېکړې له مخې، اوس هغه پخوانی اصول بېرته نافذ شوی چې له ۱۲ کلونو پورته ماشومان کولای شي حج ته ولاړ شي. البته هغه ویزي چې د ۱۵ کلونو شرط له امله رد شوې وې، باید له سره پراسس شي.

 

د هوايي ډګرونو ادارې له خوا هم دا بدلون تایید شوی او ویلي یې دي چې ۱۲ کلن او له دې پورته ماشومان بیا د حج اجازه لري.

د ۲۰۲۶ کال د حج لومړنۍ الوتنه د اپرېل په ۱۹مه د “روډ ټو مکه” پروګرام لاندې ترسره شوې وه.

 

سږ کال دا پروګرام لاهور ته هم غځول شوی، چې له کراچۍ او اسلام‌اباد سره یو ځای به ترې نژدې یو لک حاجیان ګټه واخلي.