راسک : د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کي د راسک په پارود سیمه کي د بسیج یو سني قوماندان عبدالرئوف اسحاقي د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د ایران مهر خبري اژانس وايي، عبدالرئوف اسحاقي د راسک د «شهید فدایي پارود» بسیج سیمې قوماندان او د پراهین ګواش اوسېدونکی و. د راپور له مخې، وسله والو ،د سپتمبر پر ۸مه، د هغه د کور مخې ته پرې ډزې کړې دي.
ایراني رسنیو اسحاقي د راسک د سني ټولنې غړی بللی دی. تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او د بریدګرو د هویت په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز