مسکو : روسیې او شمالي کوریا د دوشنبې پر ورځ ،د سپتمبر په ۷مه، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی سړک پل پرانیست چې د تومن سیند له پاسه جوړ شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو یوه بله نښه بلل کېږي.

 

دا دوه لین لرونکی پل شاوخوا یو کیلومتر اوږد دی او د روسیې خاسان سیمه د شمالي کوریا له راسون سره نښلوي. چارواکي وايي، د پولې نوی مرکز په ورځ کي د شاوخوا ۳۰۰ موټرو د تګ راتګ وړتیا لري.

 

د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین او د شمالي کوریا لومړي وزیر پاک تې سونګ د ویډیو له لارې د پرانیستې په مراسمو کي ګډون وکړ. میشوستین وویل، نوی پل به سوداګرۍ، سیاحت، ساینسي او ټکنالوژیکو اړیکو ته وده ورکړي او د پولې دواړو غاړو ته به د کار زمینه برابره کړي.

 

تر دې مخکې دواړه هېوادونه د «دوستۍ پل» په نوم د رېل پټلۍ له لارې سره نښتي وو چې په ۱۹۵۹م کال کي پرانیستل شوی و. د نوي سړک پل د جوړولو کار د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کي پیل شوی و. د دې پروژې تړون په ۲۰۲۴م کال کي شمالي کوریا ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال شوی و.

 

د مسکو او پیونګ‌یانګ اړیکې د اوکراین د جګړې له پیل وروسته په ځانګړې توګه نږدې شوې دي. شمالي کوریا په ۲۰۲۴ کال کي د روسیې کورسک سیمې ته زرګونه پوځیان ولېږل چې د روسي ځواکونو ترڅنګ وجنګېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي، سیاسي او اقتصادي همکاري هم ورسره پراخه شوې ده.