مکین : د بر سویلي وزیرستان د مکین تحصیل په زیړ سار سیمه کي ،د سپتمبر په ۸مه، د نیکم خان محسود مړی موندل شوی دی. ځايي سرچینې وايي، نیکم خان محسود دوه ورځې وړاندې ناڅرګنده کسانو له ځان سره بېولی و او نن یې مړی په سیمه کي موندل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، نیکم خان محسود په سیمه کي یو پېژندل شوی او مخور شخصیت و. تر اوسه دا نه ده معلومه چې هغه چا تښتولی و او د وژنې ذمه واري هم چا نه ده منلې. د پېښې په اړه د پولیسو رسمي بیان لا مخې ته نه دی راغلی.


ظفر وزير