د مشال راډیو د ۷م سپټمبر خبرونه مشال میډیا نیټورک ـ نیویارک، امریکا د شال نیوز نه پس بل ګام؛ مشال راډیو له څو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا له پراګه غږېږي د شال نیوز له پیل وروسته، مشال میډیا نیټورک د پرمختګ په لور یو بل ګام اخلي او مشال راډیو خپلې آډیو خبري خپرونې پیلوي. هغه مشال راډیو چې په پراګ کي یې د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۳۱مه خپرونې بندې شوې وې، نن د څو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا له هماغه پراګه غږېږي. د «ای زما وطنه، د لالونو خزانې زما» د پېژندل شوي ساز په بدرګه، د مشال همکار اسحاق امیري د مشال راډیو نوې لړۍ د خبرونو په بلیټن پیلوي. د مشال پخوانیو اورېدونکو او د شال نیوز لوستونکو او لیدونکو ته به اوس مشال راډیو هره ورځ تازه خبرونه او نورې آډیو خپرونې وړاندې کوي. دا یوازې د یوه غږ بېرته راتګ نه دی، بلکې د مشال میډیا نیټورک ـ نیویارک، امریکا د نوي سفر یو بل ګام دی. له موږ سره اوسئ.


شال نیوز