د ضلعي انتظامیې چارواکي وايي چې د دغه ضلعې په نهاګ دره کرنیزه سیمه کې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د سختې ږلۍ او توپاني بارانونو له امله ولاړو فصلونو او مېوهدار باغونو ته سخت زیانونه رسېدلي دي.
د چارواکو په وینا، ناڅاپي سختو بارانونو او درنې ږلۍ د سیمي په بېلابېلو برخو کې د غنمو، جوارو او نورو موسمي فصلونو لویه برخه زیانمنه کړې ده. همداراز د مڼو، اخروټو او نورو مېوو باغونه هم په پراخه کچه اغېزمن شوي، او په ځینو ځایونو کې د ونو پاڼې، ګلان او مېوهنیالۍ له منځه تللي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د څو دقیقو سختې هوا له امله یې د میاشتو زحمتونه ضایع شوي دي. د هغوي په وینا، په یو شمېر کلیو کې د نهاګ دره باغونه تر ډېره بریده ویجاړ شوي او د راتلونکي حاصل لپاره یې جدي اندېښنې پیدا شوې دي.

د یونین کونسل بانډۍ ځیني سیمي تر ټولو زیاتې زیانمنې بلل شوې دي، چرته چې د لومړنیو راپورونو له مخې ګڼ شمېر کروندې او باغونه په بشپړ او جزوي ډول له تولیده لوېدلي دي.
ځايي خلک له حکومت او ضلعي انتظامیې غوښتنه کوي چې زر تر زره تفصیلي سروې ترسره کړي، اغېزمن بزګران وپېژني او هغوي ته بېړنۍ مرستې او معاوضې ورکړي، څو د هغوي د معیشت د بیا رغونې لړۍ پېل شي.

شېخ ابو سعید