کوټه : د کوټې د ترهګرۍ ضد عدالت د سول روغتون پخوانۍ پولیس سرجن ډاکټره ،عایشه فیض، د درې ورځني جسماني ریمانډ لپاره د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، ته سپارلې ده.

 

ډاکټر عایشه فیض ،د سپتمبر پر ۷مه، عدالت ته وړاندې شوه. سي ټي ډي له عدالت څخه د نورو پلټنو لپاره د هغې د جسماني ریمانډ غوښتنه وکړه. د ترهګرۍ ضد عدالت ځانګړي جج ،محمد علي مبین، دغه غوښتنه ومنله او نوموړې یې د درې ورځو لپاره د سي ټي ډي په حراست کې ورکړه.

 

ډاکټر عایشه فیض د سپتمبر پر ۵مه له هغې وروسته نیول شوې وه چې د اګست پر ۳۱مه یې د کوټې په پرېس کلب کې خبري غونډه کړې وه. په دغه غونډه کې هغې د بلوچستان پر سیاسي او امنیتي حالت، د بلوچ سیاسي غورځنګ پر تاریخ او په صوبه کې پر روانو وسله والو فعالیتونو خبرې کړې وې.

 

د سي ټي ډي له خوا درج شوې مقدمه کې پر هغې تور دی چې د ناقانونه بلوچ وسله والو ډلو، بلوچ لبریشن ارمي، بي اېل اې، او بلوچ لبریشن فرنټ، بي اېل اېف، په ملاتړ یې خبرې کړې او د دغو ډلو دریځ یې خپور کړی دی. سي ټي ډي دا تور هم لګولی دی چې هغې د پاکستان د وسله والو ځواکونو پر ضد خبرې کړې دي.

 

دا تورونه تر اوسه په عدالت کې ثابت شوي نه دي.

 

ډاکټر عایشه فیض په خپله خبري غونډه کې ویلي وو چې هغه د بلوچ وسله والو لپاره د «ترهګر» کلیمه نه مني. د هغې په وینا، دغه وسله وال د بلوچستان د خپلواکۍ جګړه کوي. هغې ویلي وو چې د بلوچ ټولنې ښځو له ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې د وسله والو ملاتړ کړی، په کورونو کې یې ځای ورکړی، خواړه یې ورته برابر کړي او د ناروغۍ یا ټپي کېدو پر مهال یې د درملنې بندوبست ورته کړی دی.

 

هغې دا هم ویلي وو چې که په بلوچستان کې د روانې جګړې یوه خوا «ترهګر» بلل کېږي، نو د هغې په وینا باید د جګړې د بلې خوا په اړه هم ورته معیار وکارول شي.

 

د ډاکټر عایشه فیض خبري غونډه تر ډېره د مستونګ د کډکوچې سیمې له وروستیو پېښو او د بلوچستان د اعلا وزیر سرفراز بګټي له څرګندونو سره هم تړلې وه. هغې د هغو راپورونو پر ضد خبرې کړې وې چې له مخې یې د نورو وسله والو بریدونو په صورت کې د سیمې د باغونو د ړنګولو او د خلکو د ایستلو خبره شوې وه.

 

هغې ویلي وو، چې د کډکوچې خلک به خپلې سیمې پرېنږدي او د خپلو باغونو د ړنګولو اجازه به ور نه کړي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاءالله لانګو ویلي دي، چې د ډاکټر عایشه فیض نیول د اعلا وزیر سرفراز بګټي یا د ده د شخصي انتقاد له امله نه دي شوي. د هغه په وینا، سي ټي ډي د هغو څرګندونو له امله اقدام کړی دی چې نوموړې د ریاست او دولتي ادارو په اړه کړې وې.

 

د ډاکټر عایشه فیض د کوم اوسني سیاسي ګوند یا ناقانونه وسله وال تنظیم رسمي غړیتوب تر اوسه په باوري سرچینو کې نه دی ثابت شوی. موجود راپورونه هغه یوه سیاسي او ټولنیزه فعاله بولي، خو داسې کره ثبوت نه شته چې نوموړې د بي اېل اې، بي اېل اېف یا کوم بل وسله وال تنظیم رسمي غړې وي.

 

البته د هغې کورنۍ له پخواني بلوچ قامي سیاست سره تړاو درلود. د راپورونو له مخې، د هغې پلار فیض محمد یوسفزي د پاکستان تر جوړېدو مخکې او وروسته په بلوچ قامي سیاست کې فعال و او د کلات سټېټ نېشنل پارټۍ په سیاسي فعالیتونو کې یې برخه اخیستې وه. ډاکټر عایشه په خپله خبري غونډه کې هم ویلي وو چې د هغې کورنۍ د کلات د ریاست له پاکستان سره د یوځای کېدو مخالفه وه.

 

ډاکټر عایشه فیض د مستونګ اوسېدونکې ده. هغې د طب زده کړې کړې او وروسته یې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډاکټرې په توګه دنده ترسره کړې ده. د خپلې دندې په وروستیو کلونو کې د کوټې د سول روغتون پولیس سرجن وه او شاوخوا پنځه میاشتې مخکې له دولتي دندې تقاعد شوې وه.

 

د هغې نیول کېدو ته په بلوچستان کې د ځینو سیاسي او حقوقي څېرو له خوا غبرګون هم ښودل شوی دی. د پاکستان د سپریم کورټ بار پخواني مشر او سېنېټر کامران مرتضیٰ د هغې پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د مقدمې درج کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د مقدمې د بې پرې او شفافې کتنې غوښتنه یې کړې ده. پخواني سیاستوال نوابزاده لشکري رییساني هم د هغې نیول کېدل غندلي دي.

 

سي ټي ډي وايي، چې د ډاکټر عایشه فیض په اړه پلټنې روانې دي. پر نوموړې لګېدلي تورونه تر اوسه د عدالت له خوا ثابت شوي نه دي.